ډېر لوستل شوي

د کورنیو چارو وزارت ویاند د فایننشال ټایمز ادعاوې بې‌بنسټه وبللې

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع فایننشال ټایمز هغه راپور رد کړی، چې ګواکې نوموړي ویلي د روسیې، چین، امریکا او اروپا د دفاعي او استخباراتي ادارو سره تماسونه لري.

د وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ادعاوې بې‌بنسټه، له حقيقته لېرې دي او دغه راز په وينا يې، هېڅکله يې داسې بیانونه نه دي کړي او نه هم د اسلامي امارت اړوند کومې رسمي سرچينې خپاره کړي دي.

خبرپاڼه دغه څرګندونې د رسنيزې دسیسې او د اسلامي امارت پر ضد د تبلیغاتي جګړې یوه برخه بللې؛ ویل شوي چې موخه یې د عامو خلکو ذهن ته منفي انګېرنې رسول، د باور کمول او د هېواد سیاسي خپلواکي تر شک لاندې راوستل دي.

په دې خبرپاڼه کې دغه راز له ټولو رسنیو غوښتنه شوې، چې د خبرونو په خپرولو کې مسلکي او اخلاقي معیارونه په پام کې ونیسي او د جعلي معلوماتو خپرولو څخه ډډه وکړي.

مفتي عبدالمتین قانع خلکو ته ډاډ ورکړی، چې دا ډول مغرضانه او بې‌اساسه تبلیغات به هېڅکله د اسلامي امارت په عزم او د هېواد په امنیتي تګلاره کې بدلون رانه‌ولي.

اړوند خبرونه