ډېر لوستل شوي

فاریاب کې د «اجریم غلبلې» چکډم د جوړولو چارې پیل شوې

په فاریاب ولایت کې د «اجریم غلبلې» د چکډم د جوړولو چارې د نږدې پنځو میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوې.

د اوبو او انرژۍ وزارت اميد راډيو ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، یادې چارې د فاریاب د اوبو او انرژۍ رئیس مولوي محي‌الدین مبارز، د المار ولسوالۍ ولسوال او قومي مشرانو په شتون کې پرانېستل شوې.

د معلوماتو له مخې، دغه چکډم د ۷۰ مترو په اوږدوالي او ۵.۹ مترو په لوړوالي سره د یاد وزارت د پراختیايي بودجې له لارې د فاریاب د اوبو او انرژۍ ریاست تر څارنې لاندې جوړېږي.

مسوولین وايي، چې د اجریم غلبلې چکډم به د اوبو د زېرمه کولو ترڅنګ د ځمکې لاندې اوبو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

اړوند خبرونه