ډېر لوستل شوي

ملا عبداللطیف منصور د بنګله‌دېش هېواد له علماوو او پانګوالو سره کتلي 

د اوبو او انرژۍ وزیر، ملا عبداللطیف منصور د بنګله‌دېش هېواد له علماوو او پانګوالو سره په کتنه کې پر دیني، سیاسي، اقتصادي او بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي. 

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې د ملا عبداللطیف منصور په حواله ویل شوي چې د اسلامي امارت د بیاځلي واکمنېدو له پیله تر اوسه په هېواد کې د اوبه‌ییزو سرچینو د مدیریت او د انرژي د پراختیا په برخه کې ارزښتناک اقدامات شوي دي. 

د اوبو او انرژۍ وزیر همداراز د انرژي د تولید په برخه کې د افغانستان پراخو وړتیاوو او سرچینو ته په اشارې ټینګار کړی چې په هېواد کې د پانګونې لپاره له هره پلوه زمینه چمتو شوې او اسلامي امارت هم د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره اسانتیاوې چمتو کړې دي. په دې کتنه کې د بنګله‌دېش هېواد علماوو او پانګوالو د اسلامي امارت د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو د ستاینې ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا او په بېلابېلو برخو کې پر هر اړخیزې همکاري ټینګار کړی.

اړوند خبرونه