ډېر لوستل شوي

ټرمپ څرګندونو ته د ا.ا.ا غبرګون؛ د تېرو ناکامو تجربو د تکرار پر ځای باید عقلاني او واقعبینانه تګلاره خپله شي

د افغانستان اسلامي امارت د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی؛ دې غبرګون کې اسلامي امارت د خپل بهرني سياست د توازن او پر اقتصاد محوره اړيکو ټينګار کړی.

د اسلامي امارت وياند مولوي ذبیح‌الله مجاهد په خپره کړې خبرپاڼه کې د دوحې د هوکړه‌لیک یادونه کړې، چې له مخې یې امریکا په تېرو تړونونو کې ژمنه کړې: ((د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر ضد به له ځواک او ګواښ څخه کار نه اخلي او په کورنیو چارو کې به لاس‌وهنه نه کوي.))

همدارنګه اسلامي امارت غوښتي، چې د تېر وخت ناکامې تجربې تکرار نشي او پر ځای یې باید عقلاني، واقعبینانه او د دواړو لوريو د ګټو پر بنسټ متوازن تګلارې وکارول شي.

د خبرپاڼې په پای کې ټينګار شوی، چې اسلامي امارت به خپلې ملي تګلارې د شرعي اصولو او ملي ګټو په رڼا کې تعقیبوي او د هېواد د خپلواکۍ او خاورې د بشپړتیا د ساتنې لپاره به پوره توجه ولري. د یادونې وړ ده، چې ډونالډ ټرمپ له تېرو درېیو ورځو راهیسې دوه درې ځله د بګرام اډې د نیولو یا هلته د امریکا حضور په اړه څرګندونې وکړې، چې د اسلامي امارت له توند غبرګون سره مخ شوې.

اړوند خبرونه