ډېر لوستل شوي

تازه سرتېري او تازه ژمنې؛ ۱۰۰ تنه د هېواد دفاع ته چمتو شول

د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی چې د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه‌ييزو زده‌کړو له قوماندانۍ ۱۰۰ تنه له پوځي مسلکي زده‌کړو فارغ شول.
ياد وزارت وايي، چې دغو مجاهدينو د D-30 توپ او SPG-9 د ساتنې او څارنې، د لارې تطهیر، منځنۍ شبکې، مالي چارو او د بریدملانو د رهبریت په برخو کې زده‌کړې ترلاسه کړې.
ويل‌کېږي، په دې تړاو جوړو شويو مراسمو کې د جګړه‌ييزو زده‌کړو او تأمیناتو د ښوونځیو مسووولینو فارغانو ته د مسوولیتونو د ښه ترسره کولو، د نیت د اصلاح، او په صداقت او ژمنتیا سره د اسلامي نظام د خدمت سپارښتنې کړې دي.
د وزارت خبر له مخې، نويو فارغانو ژمنې کړې چې د ترلاسه کړو مسلکي زده‌کړو او ایماني جذبې پر مټ به د هېواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه په مېړانه دفاع کوي.
دا په داسې مهال ده، چې د ملي دفاع وزارت د جګړه‌ييزو زده‌کړو له قوماندانۍ څخه تر دې وړاندې هم په لسګونه تنه مجاهدين د هېواد د دفاع په موخه خدمت ته وړاندې شوي دي.

اړوند خبرونه