ډېر لوستل شوي

خېبرپښتونخوا کې د پاکستاني الوتکو بمبارۍ؛ د ۳۰ ملکي وګړو ژوند يې اخېستی

د پاکستاني پوځ جنګي الوتکو په خېبرپښتونخوا کې بريد کړی، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د شاوخوا ۳۰ تنو ژوند يې اخېستی دی.
د «اېن ډي» ټلوېزيون د خبر له مخې، دا بريد نن سهار د «JF-17» پوځ جنګي الوتکو په وسيله د «متره‌دره» په کلي شوی دی.
ياد ټلوېزيون په دې پېښه کې د ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو د مړو ډېر بوږنونکي انځورونه خپاره کړي. خو پاکستاني پوځ او دولتي چارواکو تر دې مهاله د بريد په تړاو رسمي څرګندونې نه دي کړې.
دا په داسې مهال ده، چې د پاکستان پوځ له تېرو لسيزو راپدې خوا وخت نا وخت په خېرپښتونخوا کې پر ملکي وګړو بريدونه کوي، چې له امله د ګڼو ولسي خلکو د مرګ‌ژوبلې سبب کېږي.

اړوند خبرونه