ډېر لوستل شوي

ګوتېرش د الفاشر پر خونړۍ پېښه اندېښنه ښودلې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د سودان په شمالي دارفور ښار کې د الفاشر د خونړۍ پېښې په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوموړي نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د الفاشر ښار وضعیت په چټکۍ سره د خرابېدو په حال کې دی او ملکي وګړي له جدي خطرونو سره مخ دي.
دغه څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې تېرې جمعې د الفاشر په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال برید وشو او لسګونه کسانو پکې خپل ژوند بايللی او يو شمېر ټپیان شوي دي.
عمومي سرمنشي د جګړو د سم‌لاسي درولو، د ملکي وګړو د خوندیتوب او د بشري مرستو ته د لاسرسي غوښتنه کړې ده.
بل لور ته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم دا برید غندلی او هغه یې د نړیوالو بشردوستانه اصولو ښکاره نقض بللی دی.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، الفاشر ښار له نږدې ۵۰۰ ورځو راهیسې د «موسومو» چټک غبرګون ځواکونو تر کلابندۍ لاندې دی.

اړوند خبرونه