ډېر لوستل شوي

بهر مېشتو افغانانو ته د پېژندپاڼو بیې راټیټې شوې

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې دوی د ریاست‌الوزراء د عالي مقام د حکم له مخې بهرمېشتو هېوادوالو ته د اسانتيا په موخه د پېژندپاڼو د وېش بیې راښکته کړې دي.

د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، هغه افغانان چې په ګاونډیو هېوادونو، د منځنۍ اسیا، هند او ترکیه کې اوسېږي، له دې وروسته به د ۲۰۰ ډالرو پر ځای په ۵۰ ډالرو پېژندپاڼه ترلاسه کوي.

دغه راز د روسیې، عربي او افریقایي هېوادونو استوګن به د ۲۰۰ پر ځای په ۷۰ ډالرو تذکره ترلاسه کړي. د امریکا متحده ایالاتو، کاناډا، اسټرالیا او اروپايي هېوادونو مېشت افغانان به بیا د ۲۰۰ پر ځای په ۱۵۰ ډالرو خپلې پېژندپاڼې ترلاسه کولای شي. یاده پرېکړه یوازې د هغو کسانو لپاره ده، چې د بهرنیو هېوادونو د استوګنې له اسنادو سره سم په حضوري توګه د پېژندپاڼو اخیستو ته مراجعه کوي.

اړوند خبرونه