ډېر لوستل شوي

محمود عباس: د جګړې تر پای یو کال وروسته به ټاکنې ترسره کړو

د فلسطین ولسمشر محمود عباس د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په خپله ویديويي وینا کې ژمنه کړې، چې د روانې جګړې تر پای ته رسېدو یو کال وروسته به په دغه هېواد کې ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنې ترسره شي.
عباس د هغو هېوادونو له دریځونو مننه کړې، چې د فلسطین دولت یې په رسمیت پېژندلی او غوښتنه یې کړې، چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب ملاتړ وکړي.
هغه د اکټوبر پر اوومه د حماس بریدونه په کلکه غندلي او ټینګار یې کړی، چې د فلسطینیانو موخه د سولې پر بنسټ د یوه غیر وسله‌وال دولت جوړول دي. د ده په وینا، اسرائيل باید د ښارګوټي جوړونې چارې ودروي، د الحاق تګلاره پای ته ورسوي او په غزه کې دایمي اوربند ټینګ کړي.
ولسمشر عباس زیاته کړه: ((بشري مرستې باید په بېړه غزې ته ورسول شي او سعودي عربستان او فرانسې له نوښتونو مننه، چې دوی د فلسطین د نړیوال ملاتړ په جلبولو کې مهم رول لري.))
د فلسطین ولسمشر په ډاګه کړې، چې هېواد یې د سولې د طرحې د عملي کېدو لپاره له متحده ایالتونو، سعودي عربستان او فرانسې سره د همکارۍ چمتووالی لري او له اسرائيل یې غوښتي، چې د خبرو مېز ته بېرته راوګرځي.

اړوند خبرونه