ډېر لوستل شوي

مزارشریف کې د «تیموریانو» سوداګريز مارکېټ اورلګېدنه مهار شوې

د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ پېښو ته د رسېدو مدیریت او اور وژونکو (اطفایه) ټيم نن سهار د مزارشریف ښار د «تیموریانو» په سوداګريز مارکېټ کې رامنځته شوې پراخه اورلګېدنه مهار کړې ده.

د يادې قوماندانۍ د رسنيو دفتر ويلي، ياده پېښه ځاني زيان نه لري، خو مالي زيانونه يې اړولي، چې په وينا يې، معلومات به يې له رسنيو سره شريک کړي. د ويلو ده، پېښو ته د رسېدو مديريت او اور وژونکو ټيمونو تر دې وړاندې هم په هېواد کې ورته پېښو ته پر وخت رسېدنه کړې او د ګڼو مالي او ځاني زيانونو مخه يې نيولې ده.

اړوند خبرونه