ډېر لوستل شوي

ملا محمد عیسی ثاني په کابل کې د اوزبیکستان له سفیر سره کتلي 

د ټولګټو وزیر، ملا محمد عیسی ثاني په کابل کې د اوزبیکستان له سفیر «ایبک عثمانوف» سره په کتنه کې د اوږدمهاله اقتصادي، تجارتي او ټولنیزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي. 

د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس په اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د حیرتان بندر له لارې د انتقالاتو د کچې پر زیاتوالي، د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا او زېربنایي پروژو په تړاو مفصل بحثونه کړي دي. 

په کتنه کې د ټولګټو وزیر د افغانستان او اوزبیکستان اړیکې اوږدمهاله ټولنیزې او اقتصادي بللې او د یاد هېواد له دوامداره همکاریو یې مننه کړې ده. 

بلخوا د اوزبیکستان سفیر ویلي چې دوی د بلخ – هرات اوسپنې پټلۍ د جوړولو په پروژه کې پانګونې ته چمتو دي. نوموړي همداراز د دوامداره اقتصادي اړیکو، سوداګریزې راکړې ورکړې او د زېربنایي پروژو په برخه کې پر دوامداره همکارۍ ټینګار کړی دی.  د ټولګټو وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې په دې کتنه کې د حیرتان بندر د دوستي پُل د ترمیماتو په تړاو هم خبرې شوې او پرېکړه شوې چې د دواړو هېوادونو یو ګډ تخنیکي پلاوی به د ترمیماتو په موخه له یاد پُل څخه نظارت او لیدنه ترسره کړي.

اړوند خبرونه