ډېر لوستل شوي

مولوي صفی‌الله رائد: رښتینی ژورنالیزم د ملي یووالي او سالمې ټولنې ستنه ده

د اطلاعاتو او کلتور ریاست په کوربه توب او د افغانستان د خلکو غږ میکانیزم په مالي همکارۍ د «رښتینی ژورنالیزم، باخبره ولس او سالمه ټولنه» په نوم په کابل کې د ژورنالېستانو ملي غونډه ترسره شوه.

د اميد راډيو خبريال په دې ناسته کې د ياد وزارت د رسنیو د څار او نشراتو رئيس مولوي صفی‌الله رائد په حواله ويلي، چې ژورنالیزم یوازې د خبر خپرولو نوم نه دی، بلکې د «حقایقو وړاندې کولو، ملي یووالي او سالمې ټولنې» د جوړښت یوه مهمه وسیله ده.

ښاغلي رائد ټینګار کړی: ((ژورنالیزم د ملي یووالي نوم دی، هغه رسنۍ چې رښتیني، کره او بې‌طرفه مالومات وړاندې کوي ځانګړی ارزښت لري او ټولنه یې درناوی کوي.))

مولوي رائد ژورنالیزم یو رسالت بللی او څرګنده کړې يې ده، چې دا رسالت د حقایقو خپرولو، ملي ګټو ته د ژمنتیا او ټولنیز ثبات لپاره د ژورنالیستانو د صداقت غوښتنه کوي.

د رسنیو د څار او نشراتو رئيس ټينګار کړی، چې د رښتیني ژورنالیزم پالنه د ټولو ګډ مسوولیت دی او رسنۍ هغه وخت د خلکو باور ترلاسه کولای شي، چې د ورورولۍ فضا رامنځته کړي، سرچینې روښانه وساتي او د پرمختګ اړوند خبرونو ته لومړیتوب ورکړي.

اړوند خبرونه