د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، په تېرو دوو کلونو کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام(UNDP) په همکارۍ ۱۶۹ شنې خونې جوړې شوې دي.
د ياد ولايت د مقام وياند مستغفر ګربز ويلي، چې د دغو شنو خونو د جوړېدو موخه د کرنیزو محصولاتو د تولید زیاتوالی، د موسمي سبزیو او مېوو وړاندې کول، د کروندګرو اقتصادي وضعیت پیاوړتیا او د کورنیو عایداتو لوړول بلل شوي دي.
یادې شنې خونې په خوست ښار سربېره د قلندر، نادرشاه کوټ، اسمعیلخېلو مندوزیو، علیشیرو او د صبريو ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې جوړې شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د يادې پروژې له لارې نږدې ۷۷۰ کروندګر او کورنۍ په مستقیم ډول له کار او تولیدي فرصتونو برخمن شوي او زرګونه نور خلک ترې په غیر مستقیم ډول ګټه اخلي.
د کروندګرو په وینا، د شنو خونو له لارې یې د پخوا پرتله ډېر او باکیفیته محصولات تولید کړي چې نه یوازې د کورنیو اړتیاوې پوره کوي، بلکې د اضافي تولیداتو په پلور سره یې عاید هم لوړ شوی دی.
د خوست د کرنې ریاست چارواکي وايي، د ورته پروژو د دوام هڅې به روانې وي، څو کروندګر وهڅول شي او د کرنیزو محصولاتو په برخه کې د ځان بسیاینې کچه نوره هم لوړه شي.

