ډېر لوستل شوي

د ایران غبرګون: امریکا د م.م په غونډو کې د ایراني ډیپلوماټانو د فعالیت خنډ کېږي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي، امریکا په نیویارک کې د ایراني ډیپلوماټانو او د هغوی د کورنیو پر وړاندې د زیاتېدونکو محدودیتونو په لګولو سره هڅه کوي، څو د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د ایران ډیپلوماټیک فعالیت ګډوډ کړي.

بقایي پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې امریکا یوازې د یوې اوونۍ په لړ کې د څو نړیوالو ناستو د ګډون مخه له ایراني استازو نیولې ده.

د ويلو ده، په ۱۹۷۹ کال کې د ایران له اسلامي انقلاب وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې پرې شوې او له هغه وروسته پر ایران د امریکا سیاسي او اقتصادي بندیزونه ډېر شوي دي.

اړوند خبرونه