ډېر لوستل شوي

د یمن حوثي ځواکونو د اسرائيلي رژيم پر څو اهدافو بریدونه کړي

د یمن حوثي ځواکونه وايي، چې د دوی بې‌پیلوټه الوتکو د اسرائیلي رژيم پر څو اهدافو بريالي بریدونه کړي دي.

د حوثي ځواکونو وياند يحيی السريع ويلي، چې دغه بریدونه يې د فلسطین په اشغالي سیمو، د «بئر السبع» او «ام الرشراش» په ولایتونو کې ترسره کړي.

د نوموړي په وينا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دا دويم ځل دی چې د بې‌پيلوټه الوتکو په وسيله د اسرئيلي رژيم مهم اهداف په نښه شوي دي.

د یمن حوثي ځواکونه ټینګار کړی، چې د دغو بریدونو پر مهال د اسرائیل دفاعي سیستمونه په خپله دفاع کې پاتې راغلي دي. يادو ځواکونو د غزې د مقاومت کوونکو ستاینه کړې او ډاډ يې ورکړی، چې د فلسطينيانو ترڅنګ ولاړ دي او تر هغه به خپلو بريدونو ته دوام ورکړي، تر څو يې چې غزه له کلابندۍ نه وي خلاصه کړې.

اړوند خبرونه