د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې غونډې پر مهال له «سوله غوښتونکو» سره په کتنه کې په ټينګار سره ويلي، تر هغه چې زورواکي روانه وي، د خبرو لپاره زمینه نه برابریږي.
د ایران د دولتي رسنۍ «ایسنا» په راپور کې د پزيشکيان له قوله ليکلي، که څه هم تهران د سولې او ارامۍ غوښتونکی دی، خو هېڅکله به د زور پر وړاندې تسلیم نه شي.
پزشکیان پر امریکا نیوکه کړې، چې تل یې ايران ته د ستونزو جوړولو هڅه کړې او د سیمې امنیت ګډوډ وي. هغه ټینګار کړی، چې ایران د جګړې غوښتونکی نه دی، خو هر ډول بريد ته به قوي ځواب ورکړي.
د يادونې وړ ده، چې نیویارک ته د ایران د لوړې کچې پلاوي د سفر اصلي موضوع د «اټومي پروګرام پر سر د خبرو او د ملګرو ملتونو له لوري پر ايران د بندیزونو لګېدو» مسئله ښودل شوې ده.

