ډېر لوستل شوي

غزه کې جګړه او لوږه؛ ۲۰ زره ماشومان او ۱۲ زره ښځې شهیدان شوي

د غزې رسنیو مرکز ویلي، د جګړې په ۷۲۱مه ورځ هم د صهیونیستي رژیم پرلپسې بریدونو ۸۳ تنه فلسطینیان شهیدان او ۲۱۶ تنه نور ټپیان کړي دي.

د دغه مرکز د راپور له مخې، د جګړې له پیله تر اوسه په غزه کې د مرګ‌ژوبلې شمېر ۲۳۲ زره ۸۷۸ تنو ته رسېدلی، چې پکې ۶۵ زره ۵۰۲ تنه شهیدان او ۱۶۷ زره ۳۷۶ تنه ټپیان دي.

په دغه مرګ‌ژوبله کې ۲۰ زره ماشومان، ۱۲ زره او ۵۰۰ ښځې او ۸۹۹۰ مېندې شاملې دي. راپور زیاتوي، په همدې موده کې له ۹ زرو زیات فلسطینیان لادرکه شوي او له دوه میلیونه ډېر وګړي تر ټولو ناوړه حالت کې ژوند کوي.

د غزې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د جګړې ترڅنګ د لوږې او خوارځواکۍ له امله د ۱۴۷ ماشومانو په ګډون ۴۴۲ تنه فلسطینیان شهیدان شوي.

اړوند خبرونه