د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان په تړاو د سیمې په څلور اړخیزه ناسته کې ګډون کړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپانه کې ويلي، چې دغه ناسته د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د اتیا یمې غونډې د «لوړپوړي اوونۍ» په څنډه کې ترسره شوې ده.
د افغانستان په تړاو دغه څلور اړخیزه ناسته د روسیې، چین، ایران او پاکستان ترمنځ شوې ده.

