د امریکا د متحده ايالتونو د عدلیې وزارت لوړپوړي چارواکي هڅه کوي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن پر ضد د قضایي تورونو قضیه په چټکۍ سره مخ ته یوسي.
د رويټرز راپور له مخې، بولټن اوس د ټرمپ له سیاسي مخالفانو ګڼل کېږي. خو څارنوالانو ویلي، د هغه اړوند قضیه لا هم د لا ډېرو څېړنو غوښتنه کوي.
په دې راپور کې د څارنوالانو له قوله زياته شوې، چې د ټرمپ حکومت د خپلو سیاسي مخالفانو د ځپلو لپاره له بېلابېلو لارو خپلې هڅې پراخې کړې دي. جان بولټن د ټرمپ د لومړۍ دورې د حکومت پر مهال د ملي امنیت سلاکار و، خو وروسته يې له ولسمشر سره د اختلافونو له امله له خپلې دندې لاس په سر شو.

