د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره تر کتنې وروسته ویلي، چې ډاډه دی ترکیه به له روسیې څخه د تیلو اخیستل بند کړي.
د ترکيې ولسمشر دا مهال د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته د وینا په موخه په متحده ایالاتونو کې دی.
د ډونالډ ټرمپ په وینا، روسیه د تیلو په عوایدو د اوکراین جګړه تمویلوي او که هېوادونه له دې هېواد سره د تیلو سوداګري ودروي؛ نو مسکو به جګړې ته دوام ورنه شي کړی.
دا په داسې مهال ده، ټرمپ له دې وړاندې هم له انقرې غوښتي وو چې له مسکو څخه د تیلو پېرل پای ته ورسوي.

