د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز فیلډ مارشال عاصم منیر د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې لیدلي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، دا لیدنه د «اوول افېس» په خونه کې ترسره شوې چې شاوخوا یو ساعت او شل دقیقې یې دوام کړی.
تر اوسه د ناستې د اجنډا او جزیاتو په اړه څه نه دي خپاره شوي. له لیدنې وروسته شهباز شریف له واشنګټنه بېرته نیویارک ته تللی، څو د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته خپله وینا وړاندې کړي.

