د بلوچستان د مستونګ په سیمه کې د پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله يو موټر چلوونکی وژل شوی دی.
بلوچستان پوسټ د عیني شاهدانو په حواله ويلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د پوځ سرتېرو پر یوه «زمیاد» ډوله موټر ډزې وکړې او چلوونکی یې ځای پر ځای وواژه.
ويلکېږي، له پېښې وروسته د سیمې خلکو سخت غبرګون ښودلی او د لاريون په توګه یې مرکزي لویه لاره هم تړلې ده.
له بلې خوا د وژل شوي چلوونکي خپلوانو ویلي، د روغتون له لوري ورته امبولانس نه دی ورکړل شوی او له امله یې دوی اړ شوي چې د مړي جسد پر اوږو تر سړک پورې یوسي.
د ويلو ده، چې د مستونګ پېښه په سيمه کې د سختو اندېښنو او غبرګونونو سبب شوې ده.

