ډېر لوستل شوي

حماس: د نتنیاهو د عدالت خبرې دروغ دي

د حماس جهادي غورځنګ د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هغو څرګندونو ته چې د عدالت په تړاو یې د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې کړې، سخت غبرګون ښودلی دی.

یاد غورځنګ په ټليګرام خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، د بشر حقوقو او انسانیت په اړه د نتنیاهو خبرې دروغ دي، ځکه اسرائیل هره ورځ په غزه کې د فلسطینیانو بشري حقونه تر پښو لاندې کوي، چې دا حقیقت هېڅوک پټولای نه شي.

حماس زیاته کړې، چې د فلسطینیانو پر وړاندې د اسرائیلو جنایتونه د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو له لوري مستند شوي دي، خو بیا هم د انسانیت او عدالت په نوم له روانې جګړې د نتنیاهو ملاتړ د شرم وړ ګڼل کېږي. دا څرګندونې پر داسې مهال کېږي، چې د اسرائیلو له لوري د غزې په روانه جګړه کې تر اوسه نږدې ۶۶ زره فلسطینیان شهیدان شوي دي.

اړوند خبرونه