ډېر لوستل شوي

غزني کې له ۱۰۰ راستنو شویو کورنیو سره ۸۵۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

افغاني سرې میاشتې خبر ورکړی چې دې ټولنې په غزني ولایت کې له ۱۰۰ راستنو شویو کورنیو سره ۸۵۰ زره افغانۍ نغدي مرسته کړې ده. 

د سرې میاشتې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا مرسته نن (شنبې) د دې ټولنې سوېل ختیځ سیمه‌ییز زون د رییس، مولوي سید منهاج الدین هاشمي، د اړوندې څانګې د کارکوونکو او رسنیو په شتون کې شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې چې په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۸ زره ۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.

افغاني سرې میاشتې له راستنو شویو کډوالو سره وخت ناوخت نغدي او نورې مرستې کړې دي. 

د ویلو ده چې په وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو راستنېدل په بې‌سارې توګه زیات شوي دي.

اړوند خبرونه