ډېر لوستل شوي

لوګر کې د ۶۴ زره ډالرو په لګښت يو پل ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

د لوګر ولايت د «ده مغلان» سيمه کې يو پل د ۶۴ زره امريکاليي ډالرو په لګښت جوړ او ګټې اخېستنې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
د نيمزو ولايت د رسنيو دفتر د خبرپاڼې له مخې، په دې مراسمو کې د دې ولايت والي شيخ محمد قاسم خالد هم ګډون کړی و.
ښاغلي خالد د مراسمو پر مهال د لوګر ولسونو قربانۍ ستایلې او زياته کړې يې ده: ((د شل کلن اشغال پر وړاندې د افغانانو مبارزې پیل له همدې سیمو شوی وو او دغه ولسونه د ازادۍ اتلان ګڼل کېږي.))
د خبرپاڼې له مخې دغه پول د يوه ملي سوداګر په مالي ملاتړ جوړ شوی، چې ښاغلی خالد يې دغه هڅه د ملي احساس یوه ښه بېلګه بللې.
د نيمزو والي دغه راز زياته کړې، چې د هېواد ملي سوداګرو تر پرون پورې د جهادي چارو ملاتړ کاوه، خو نن د ابادۍ او هېواد جوړونې په برخه کې د اخلاص او ملي احساس ښکارندویان دي.

اړوند خبرونه