چین د «S1500» په نوم د الوتونکي بادي توربین بریالۍ ازموینه کړې، چې د نړۍ تر ټولو پیاوړی بادي توربین بلل کېږي.
د ساوت چاینا مورنینګ پوسټ د معلوماتو پر بنسټ، یاد توربین د هیلیم په وسیله اسمان ته پورته کېږي او د ځانګړو پياوړو کېبلونو له لارې تولید شوې برېښنا ځمکې ته لېږدوي.
د دغه توربین پخواني ماډل د ۱ کیلومتره لوړې الوتنې وړتیا لرله او د ۱۰۰ کیلوواټه برېښنا تولید یې کاوه.
دا پرمختګ د چین لپاره د نوې، پاکې او متحرکې انرژۍ د تولید په برخه کې یو مهم ګام بلل شوی، ځکه د دغې ټکنالوژۍ په مرسته د انرژۍ د سرچینو تنوع نوره هم پیاوړې کېږي.

