د پاکستان اکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې راپور ورکړی، په روان ميلادي کال کې له افغانستان او منځنۍ اسيا سره د پاکستان سوداګري په څرګنده توګه ډېره شوې ده.
د تازه خپرو شويو معلوماتو له مخې، یوازې له افغانستان سره د پاکستان د سوداګرۍ کچه ۱.۳۹ میلیاردو ډالرو ته رسېږي، چې افغانستان د پاکستان تر ټولو ستر سوداګريز شریک بلل شوی دی.
ورپسې قزاقستان د ۲۵۰.۸ میلیونو ډالرو په اندازه او ازبيکستان د ۹۱.۴ میلیونو ډالرو صادراتو او ۲۰.۳ میلیونو ډالرو وارداتو سره په دویم او درېیم مقام کې ځای لري.
ټولټال د پاکستان د سوداګرۍ ارزښت له افغانستان او منځنۍ آسیا سره ۲.۴ میلیارده ډالر ښودل شوې، په داسې حال کې چې تېر کال دا شمېر ۱.۹۲ میلیارده ډالر و.
د دې شمېرو له مخې، پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې د ۱.۷۷ میلیاردو ډالرو په ارزښت صادرات کړي او د ۶۴۱ میلیونو ډالرو په کچه واردات ترسره کړي دي. د ويلو ده، چې د پاکستان، افغانستان او د منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو دغه بدلونونه د لا پراختيا څرګندونه کوي.

