امریکا د خپلو جګړهييزو چارو د تنظیم لپاره د سترې ناستې د جوړولو په درشل کې ده، چې د سرچينو په وینا، موخه یې د پنټاګون لپاره د نوې ستراتیژۍ موندل دي.
د «سي اېن اېن» شبکې راپور له مخې، دغه ناسته به د سهشنبې په ورځ د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د «کوانتیکو» په پوځي اډه کې ترسره شي.
ويلکېږي، په ناسته کې به ټول هغه امریکايي جنرالان او سمندري افسران ګډون وکړي، چې د ستورو پوځي رتبې ولري.
سرچینې وایي، چې تر اوسه ګډونوالو ته د دې ناستې د «اجنډا» یا اصلي موضوع په اړه بشپړ معلومات نه دي ورکړل شوي. ځینې راپورونه ښيي، چې د امریکا د جګړې وزارت هڅه کوي چې د «جنګي روحیې» په نوم یو نوی مفهوم رامنځته کړي، څو د پوځیانو په منځ کې د جګړې مورال پیاوړی کړي.

