ډېر لوستل شوي

سرحدي پولیسو د غیرقانوني سفر هڅه شنډه کړې

سرحدي پولیسو د هغو کسانو غیرقانوني سفر هڅه شنډه کړې، چې د پاکستاني اجنټانو له خوا ورته د پاکستان دننه جعلي اسناد برابر شوي وو.

د سرحدي پوليسو وياند عابدالله عقاب فاروقي وايي، دغو کسانو غوښتل چې د نړیوالو پروازونو له لارې بهر ته سفر وکړي، خو د سرحدي پولیسو د څار او دقت له امله یې پلان ناکام شو.

امنیتي چارواکي وايي، د جعلي اسنادو جوړولو دغه کړنې نه یوازې قانوني جرم دی، بلکې د سیمه‌ییز امنیت او نړیوالو اړیکو لپاره هم جدي ستونزې رامنځته کولای شي. مسوولین زیاتوي، د دغو پېښو د مخنیوي لپاره د سرحدي څارنې پروسې لا پیاوړې شوې دي، څو د جعلي اسنادو له لارې د سفر هڅې په جدي ډول وځپل شي.

اړوند خبرونه