ډېر لوستل شوي

لوېديځ ته د روسيې ګواښ؛ لاوروف: که د روسیې حاکمیت نقض شي، دا به بدې پايلې ولري

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف خبرداری ورکړی، چې که پر روسیې هر ډول ځمکنی یا هوايي تېری وشي، سخت ځواب به ورکړي.

رویټرز په خپل راپور کې د لاوروف له قوله ليکلي، روسيې نه د ناټو او نه هم د اروپايي ټولنې پر غړو هېوادونو برید کړی او نه داسې کوم پلان لري.

نوموړي دا څرګندونې د شنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو هغو څرګندونو په غبرګون کې کړې، چې ویلي یې وو د ناټو په هوايي حریم کې دې روسي جیټ الوتکې وویشتل شي.

لاوروف ټینګار کړی، که د روسیې حاکمیت نقض شي، دا به د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره جدي بدې پایلې ولري.

اړوند خبرونه