ډېر لوستل شوي

هند: زموږ ګاونډی د نړیوالې ترهګرۍ اصلي مرکز دی

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې ویلي، چې هند یو داسې ګاونډی لري چې د نړیوالې ترهګرۍ مرکز بلل کېږي او هند له خپلواکۍ راهیسې ورسره مبارزه کوي.

جي شنکر دې ناستې ته په وینا کې پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، ټینګار کړی چې د تېرو څو لسیزو ډېری مهم ترهګریز بریدونه له همدې ګاونډي سره تړاو لري.

د هند حکومتي «نیوز ان ایر» وېبسایټ د جي شنکر له قوله لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د ترهګرو په لېستونو کې د دغه هېواد ګڼ شمېر اتباع شامل دي.

هغه د روان میلادي کال د اپرېل په میاشت کې د «پهلګام» سيمې پېښې ته په اشارې ويلي، چې نوي ډیلي د دې برید طراحانو پر وړاندې عملي اقدامات کړي دي.

د هند د بهرنيو چارو وزير دغه راز د دوی په ګاونډي هېواد کې د ترهګرو د شتون په اړه ویلي، ترهګري یوازې د هند ستونزه نه ده، بلکې یو ګډ نړیوال ګواښ دی چې نړۍ باید د هغې پر وړاندې پراخه همکاري وکړي.

اړوند خبرونه