د کورنیو چارو وزارت پېښو سره د مبارزې او اوروژنې لوی رئيس حافظ نورالله انصار د چین د جیانګسو ایالت د ژغورنې د برخې له مسوول «دادي» سره کتلي دي.
د ياد وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع وايي، په دې لیدنه کې ښاغلي انصار د دې ریاست د منسوبینو د وړتیا لوړولو په برخه کې د چین هېواد له همکاریو مننه کړې او زیاته کړې يې ده، چې د زلزلو، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو پر مهال د زیانونو د کمولو لپاره عصري وسایلو ته اړتيا ده.
د خبرپاڼې له مخې، د چین د ژغورنې د برخې مسوول ژمنه کړې چې د وسایلو او تجهیزاتو په چمتو کولو، همدارنګه د دې ادارې د منسوبینو د زدهکړو او تحصیلي زمینو په برخه کې له افغانستان سره د همکاریو دوام ته ژمن دی.

