ډېر لوستل شوي

امریکا کې د کلیسا پر غونډه وسله‌وال برید؛ څلور کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي

د امريکا د متحده ایالتونو د «میشیګان» په ایالت کې د یوې کلیسا پر ستره غونډه وسله‌وال برید شوی، چې له امله لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
د «سي اېن اېن» ټلوېزيون د راپور له مخې، دغه بريد د «د عيسی مسيح د وروستۍ زمانې قديسانو» په کليسا کې د پراخ مذهبي مراسمو پر مهال شوی دی.
پولیس وایي، ۴۰ کلن بریدګر «توماس جیکوب سنفورډ» نومېږي او د برټون ښار اوسېدونکی دی.
ويل‌‌کېږي، چې بريدګر له ډزو وروسته يادې سيمې ته اور هم اچولوی چې د ودانۍ د بشپړ سوځېدو لامل شوی دی او پوليسو اندېښنه ښودلې چې ښايي په دغه اورلګېدنه کې نور کسان هم بند پاتې شوي وي.
یاده دې وي، په دې وروستیو کې د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې د وژونکو بریدونو لړۍ ډېره شوې او د ګڼو خلکو ژوند یې اخیستی دی.

اړوند خبرونه