ډېر لوستل شوي

د احصايې ملي اداره: شپږو میاشتو کې د نږدې ۱۵ زره بهرنیو وګړو تګ ـ راتګ ثبت شوی

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې راپور ورکړی، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۱۴ زره ۸۲۹ بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی دی.
د ثبت شويو ارقامو له مخې، په یاده موده کې د ۴۲۰ ښځینه‌وو په ګډون ۸ زره او ۹۶ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۰۳ ښځینه‌وو په ګډون، ۶ زره او ۷۳۳ نور له هېواده وتلي دي.
دغه راپور څرګندوي، چې ۷ زره ۹۷۵ تنه له ځمکنیو بندرونو او ۱۲۱ تنه د هوا له لارې هېواد ته راغلي دي. له دې ډلې ۱۳۱۵ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې لپاره راغلي او پاتې ۶ زره ۷۸۱ تنه د کار او زده‌کړو په موخه هېواد ته راغلي دي.
تر ټولو ډېر بهرني وګړي د نیمروز بندر له لارې راغلي، چې شمېر یې ۵ زره او ۴۶ دی، ورپسې ۸۰۵ تنه د هرات له هوايي ډګر او بندرونو، ۵۲۴ تنه د تورخم بندر، ۳۵۰ تنه د حیرتان بندر او بلخ هوايي ډګر او همدارنګه ۳۲۶ تنه د فاریاب آقینې بندر له لارې هېواد ته ننوتي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې دوی د ژوند پېښو او بهرنیو وګړو د ثبت، د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د تګ او راتګ او دغه راز د هېواد د تابعیت اخېستلو او پرېښودو اړوندو خدمتونو مسولیت هم پر غاړه لري.

اړوند خبرونه