د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د حکومتي ادارو، مرستندويه بنسټونو او بهرنيو هېوادونو د مرستو د ستاينې لپاره د قومي مشرانو، چارواکو او د سیمې اوسېدونکو په ګډون لویه ولسي غونډه شوې ده.
د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د غونډې ګډونوالو په خپلو ويناوو کې د اسلامي امارت، خيريه بنسټونو او بهرنيو هېوادونو له هغو ژمنو او مرستو مننه کړې چې د زلزلهځپلو د ژغورنې او بيارغونې په برخه کې يې ترسره کړي دي.
په خبرپاڼه کې د ننګرهار مرستيال والي، مولوي عزيزالله مصطفی په حواله ویل شوي چې اسلامي امارت د خلکو د خدمت لپاره ژمن دی او د طبيعي پېښو پرمهال د مرستو او ژغورنې هڅې پر وخت ترسره کېږي.
نوموړي دې غونډې ته په وینا کې ویلي: “موږ به د ټولو امکاناتو په کارولو سره د خلکو ترڅنګ ولاړ يو او هڅه کوو چې د هغوی ستونزې په عملي ډول حل کړو.”
د غونډې ګډونوالو همداراز د مسوولينو، ولسي خلکو، مرستندويه ادارو او هېوادونو استازي ستایلي چې په دغه ستر غم کې يې له افغانانو سره ځان شريک کړی، خدمت او مرستې یې کړې دي.
بلخوا د کونړ والي، مولوي قدرت الله ابوحمزه ویلي چې زلزلهځپلو سیمو ته د مرستو رسولو لپاره د ټولو اړوندو ادارو ګډ کار د يو موټي همکارۍ څرګندونه کوي.
په ورته مهال قومي مشرانو هم په خپل وار د اسلامي ملي اردو او ژغورنې ځواکونو هڅې ستايلې او ویلي یې دي چې د داسې نظام شتون د قدردانۍ وړ دی، ځکه د خلکو خدمت ته لومړيتوب ورکوي.

