د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له افغانستانه د امریکايي تبعه وګړي «امیر امیري» له خوشي کېدو هرکلی کړی او په دې برخه کې یې د قطر هېواد هڅې ستایلې.
په ورته مهال، د افغانستان لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم د اسلامي امارت له لوري له بند څخه د امريکايي تبعه وګړي له خوشې کېدو هرکلی کړی دی.
نوموړي پر خپله اېکس پاڼه ويلي، چې دا د افغانستان او امريکا ترمنځ د اړيکو د ښه کېدو پر لور يو مهم ګام دی.
دا په داسې مهال ده، چې د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي تېره شپه د بنديانو په چارو کې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي «اډم بولر» په مشرۍ له پلاوي سره کتلي او د «امير اميري» په نوم يو امريکايي تبعه يې ازاد او ياد پلاوي ته سپارلی دی.