د یمن حوثي ځواکونو ویاند څو شېبې وړاندې خبر ورکړی، چې د یمن وسله والو ځواکونو له غږ چټک «فلسطین۲» بالسټیک توغندي په وسیله اشغالي یافا ښار کې د اسرائیلو مهم هدف په نښه کړی دی.
د حوثیانو ویاند یحیی سریع ویلي، چې د دې بالسټیک توغندي تر څنګ د دوو ډرون الوتکو په واسطه ام الرشراش اشغالي سیمه کې دوه نور اسرائیلي اهداف هم په نښه شوي دي.
حوثي ځواکونو تل اسرائیلو ته ګواښ کړی، چې تر هغو به پر اسرائیلي اهدافو خپل بریدونه جاري ساتي تر څو غزه کې روانه نسل وژنه بس نه شي.
د یادونې وړ ده، چې یمن یوازینی هېواد دی، چې پر غزې د اسرائیلو یرغل له پیله یې پر اسرائیلي اهدافو بریدونه روان ساتلي دي او دې برخه کوم نظامي او سیاسي فشار ته نه دي تسلیم شوي.

