ډېر لوستل شوي

تېره اوونۍ پر روسیې د اوکراین په بریدونو کې ۱۷ کسان وژل شوي 

د روسیې بهرنیو چارو وزارت منلې چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د یاد هېواد پر بېلابېلو سیمو کې د اوکراین د بریدونو له امله  ۱۷ کسان وژل شوي او ۱۳۹ نور ټپیان دي.

د دغه وزارت ویاندې «ماریا زاخارووا» ویلي چې دا بریدونه د بې‌پیلوټه او توغندیو په وسیله شوي دي. 

زاخارووا ادعا کړې چې د اوکراین له لوري په دغو بریدونو سره غیرنظامي موخې په نښه شوې او په قربانیانو کې ماشومان هم شامل دي. 

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې په وینا چې اوکراین لا هم په روسیه کې غیرنظامیان په نښه کوي او خپل بریدونه یې دوامدار ساتلي دي. دا امار داسې مهال خپاره شوي چې په دې وروستیو کې لویدیځو رسنیو راپور ورکړی چې امریکا د اوکراین پوځ ته د روسیې د انرژۍ زیربناوو په اړه د استخباراتي معلوماتو د برابرولو په اړه څېړنه پیل کړې ده.

اړوند خبرونه