د «ههنګاو» په نوم پر بشري حقونو د څار یوې ادارې اعلان کړی چې د ایران قضاییه قوې له تېرې یوې میاشتې راهیسې لس افغانان اعدام کړي دي.
د دې ادارې په راپور کې ویل شوي چې دا لس افغانان د ایران د محکمو په حکم اعدام شوي دي.
په راپور کې یوازې د یوې افغانې «حدیقې ابادي» هویت په ډاګه شوی چې د نشهيي توکو په جرم اعدام شوې ده.
ایران تر دې مخکې هم لسګونه افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور اعدام کړي دي.

