ډېر لوستل شوي

فراه کې نږدې زر کاله پخوانۍ شپږ تاریخي او لرغونې سیمې ثبت شوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی چې په فراه ولایت کې ۹۰۰  کاله پخوانۍ شپږ تاریخي او لرغونې سیمې ثبت شوي دي.

یاد وزارت نن (پنجشنبه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دغو تاریخي سیمو کې«تاریخي داودي جومات، د بورس تفریحي سیمه او نورې سیمې» شامل دي.

د اعلامیې له مخې چې دا لرغونې سیمې د فراه د اطلاعاتو او کلتور رییس، محمد عبدالحی سباوون لخوا د «انار درې» ولسوالۍ «ذهکن» کلي ته د سفر پرمهال ثبت شوي دي.

په اعلامیه کې د فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسوولینو په حواله ویل شوي چې دا سیمې ۹۰۰ کاله مخینه لري. 

د فراه د اطلاعاتو او کلتور ریاست سیمه‌ییزو مسوولینو ټینګار کړی چې دوی به د «تاریخي اثارو او کلتوري میراث» په توګه د پورته ذکر شویو سیمو د بیارغونې لپاره کار وکړي.

د ویلو ده چې افغانستان د زرګونو کلونو تمدن لرونکي هیواد په توګه ډیرې تاریخي او لرغونې سیمې لري.

اړوند خبرونه