د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان په کراچۍ کې د داعش ډلې د یوه مشر د وژل کېدو په اړه څرګندونې کړې دي.
خلیلزاد په خپل تازه پیغام کې پوښتلي: «نوموړي په کراچۍ کې څه کار درلود، چا وژلی او څومره مهم کس و؟»
دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې ځینو رسنیو د داعش ډلې د یو مشر «حسن» د وژل کېدو راپور ورکړی دی. ویل کېږي چې پېښه د پاکستان د کراچۍ ښار په یوه وروستۍ امنیتي پېښه کې رامنځته شوې ده.
د خلیلزاد دا څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې اسلامي امارت څو ځله پاکستان کې د داعش شتون او افغانستان کې یې بریدونو په اړه اندېښنې له پاکستاني حکومت سره شریکې کړې دي.

