د افغانستان لپاره د امريکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي، چې د بلوچستان له سيمې څخه د داعش خوارجو د دوو قوماندانانو د وژل کېدو په اړه د باور وړ راپورونه ترلاسه شوي دي.
نوموړي دا څرګندونې پر خپله اېکس پاڼه کړې او ليکلي يې دي: «د بلوچستان، پاکستان له سيمې ښه خبر راغلی. يو باوري راپور ښيي چې د داعش خراسان دوه قوماندانان وژل شوي. که دا خبره رښتيا وي، دا يو مهم پرمختګ دی.»
خليلزاد دغه پېښه د داعش خوارجو پر ضد د يوې معنا لرونکې لاسته راوړنې په توګه ياد کړې ده.
د پاکستان چارواکو تر اوسه د دغې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې. دا په داسې مهال ده، چې پرون په کراچۍ کې هم د يادې ډلې يو مهم مشر «حسن» وژل شوی و.