ډېر لوستل شوي

د شپې ناوخته پر پټاکیو بندیز؛ یوازې تر ۹ بجو یې د کارولو اجازه ده

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع خبر ورکړی، چې د وزارت رهبرۍ د پرېکړې له مخې د شپې مهال د خوښیو نمانځنې لپاره د پټاکیو کارول محدود شوي.

د یاد وزارت ویاند وايي، چې هېوادوال کولی شي د خوښۍ نمانځنه کې یوازې د شپې تر ۸ یا ۹ بجو پورې پټاکۍ په ډېره کمه کچه وکاروي.

نوموړي زیاته کړې، که څوک تر نهو بجو وروسته دا کار وکړي نو قانوني چلند سره به مخ شي. د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې عامو خلکو له حکومت غوښتنه کوله، چې د شپې ناوخته د پټاکیو پر چوولو بندیز ولګوي.

اړوند خبرونه