ډېر لوستل شوي

د پاکستان لومړی وزير نن د يو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مالیزیا ته سفر کوي

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د دې هېواد لومړی وزير شهباز شريف به نن د مالیزيا د لومړي وزير په رسمي بلنه د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ هغه هېواد ته سفر وکړي.

دا سفر چې د دوه ورځو لپاره پلان شوی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د نويو هوکړو د لاسليک او د پخوانيو تړونونو د پياوړتيا لپاره ترسره کېږي.

د ياد وزارت په وينا، شهباز شريف به د خپل مالیزيايي سيال سره د سيمه‌ييزو او نړيوالو مسايلو ترڅنګ د سوداګرۍ، ټېکنالوژۍ، مخابراتو، حلال صنعت، پانګونې، زده کړو، انرژۍ، زېربناوو، ډيجيټل اقتصاد او د خلکو ترمنځ د اړیکو د لا پياوړتيا په اړه خبرې وکړي.

دغه راز تمه ښودل شوې، چې د دې سفر په لړ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو سکتورونو کې څو نوې هوکړې هم لاسليک شي.

اړوند خبرونه