ډېر لوستل شوي

د ښاري ودې او پراختیا په موخه ۵۸۷ ښاري پلانونه بشپړ شوي 

کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکړی چې د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د هېواد په کچه ۵۸۷ ښاري پلانونه بشپړ شوي دي. 

د یاد وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا پلانونه د ښارې ودې او پراختیا په موخه د وزارت د متخصصینو لخوا په مسلکي او تخنیکي ډول د ۳۴ ولایتونو لپاره ترتیب شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې: “په دې کې ۵۷ عمومي، ۱۳۸ ستراتېژيک او ۳۹۲ تفصیلي پلانونه وو، چې د تطبیق لپاره د اسلامي امارت د چارو ادارې عمومي ریاست د ښاروالیو چارو د انسجام عمومي ریاست ته سپارل شوي دي.” کور او ښار جوړولو وزارت ژمنتیا څرګنده کړې چې په ټول هېواد کې د منظمې ښاري ودې او پراختیا په موخه د سړکونو، پارکونو، رڼا، اوبو رسولو، فاضله اوبو وېستلو او د ټرانسپورټ شبکې ته وده ورکړل شي او خلکو ته به د ښاري ژوند اسانتیاوې برابرې شي.

اړوند خبرونه