ډېر لوستل شوي

نتنیاهو خپل پلاوی له حماس سره د خبرو لپاره مصر ته لېږي

د صهيونيست رژيم لومړي وزير بنيامين نتنياهو د «ديمر» په مشرۍ مرکچي پلاوي ته لارښوونه کړې، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې د پلان په تړاو د خبرو لپاره مصر ته سفر وکړي.

الجزيرې د نتنياهو په حواله راپور ورکړی، چې نوموړی هڅه کوي د راتلونکو څو ورځو په ترڅ کې د حماس جهادي غورځنګ سره خبرې اترې پای ته ورسوي.

د دې ترڅنګ، الجزيرې د يوې باخبـرې ډيپلوماټېکې سرچينې له خولې ليکلي، چې د غزې د وضعيت په اړه د ټرمپ د پلان د لومړي پړاو د پلي کولو لپاره به د حماس او اسرائيلو پلاوو ترمنځ تخنيکي خبرې د دوشنبې په ورځ په «شرم‌الشيخ» ښار کې پيل شي.

راپور زياتوي، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې مېشت د حماس پلاوی به نن (يکشنبه) شرم‌الشيخ ته سفر وکړي او د خبرو اترو د ګډون لپاره به خپل چمتووالی ونيسي. له بلې خوا، د اسرائيلو په تل‌ابيب ښار کې له سل‌زرو زياتو کسانو د جګړې د پای ته رسېدو او د بنديانو د تبادلې په ګډون د يوې «ټوليزې معاملې» د ژر نهايي کېدو غوښتنه کړې ده.

اړوند خبرونه