د هلمند مسوولین وایي، له تېرو پنځو میاشتو راهیسې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې څه باندې ۴۰۰ وسلې او نظامي تجهیزات کشف او ضبط شوي دي.
سرچینې لیکلي چې دا نظامي تجهیزات د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مديريت مسوولینو له لوري کشف او ترلاسه شوي دي.
د هلمند امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې په دې وسلو کې ۱۸۸ توپانچې، ۴۱ کلاشينکوف، ۱۵۹ کمرشکن، ۱۵ بلازن، یو سل ډزی، ۴ اېمپور، ۳ سقيلان، یو راکټ انداز، یو خفيف، ۲ اېم شپاړس، یو ټيک ماټيک او زرګونه د سپکو او درنو وسلو مرمۍ شامل دي.
د مسوولینو په وینا: “د دغو وسلو او نظامي تجهيزاتو په تړاو هغه ۷۵ کسان نيول شوي چې غوښتل يې وسلې په غيرقانوني ډول له ځان سره وګرځوي او د دوسيو تر بشپړيدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپيژندل شوي دي.” د هلمند امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې په غيرقانوني ډول د وسلو ګرځولو مخنيوی به د امنيت په ټينګښت کې رغنده رول ولري او له ټولو ملي سوداګرو او مخورو شخصيتونو غوښتل شوي چې د خپلو وسلو لپاره د کورنيو چارو وزارت د ډاياک جواز کارتونه جوړ کړي او قانوني استفاده ترې وکړي.

