د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد تازه خبر ورکړی، چې په کندهار ولایت کې د هېواد په سطحه د ټولو والیانو او ولسوالانو لپاره ۳ ورځنی سیمینار جوړ شوی.
ښاغلی مجاهد وايي، چې په دغه سیمینار کې به والیانو او ولسوالانو ته د هغوی د کاري استقامتونو، د قوانینو په ښه ډول پلي کولو او له خلکو سره د ښه چلند په اهمیت معلومات ورکول کیږي او ویناوې ورته کیږي. نوموړي د دې سیمینار د پیل او پای ورځو نېټې په تړاو څه نه دي ویلي.