په اندونیزیا کې د جاوا ولایت په سیدوارجو ښار کې د الخزیني ښوونځی نړېدلی چې په پایله کې یې ۵۰ زدهکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور بندپاتې دي.
رويټرز د ياد هېواد د چارواکو په حواله ويلي، تر اوسه د پېښې ۸۰ سلنه خاوره پاکه شوې او د ژغورنې عملیات لا هم دوام لري.
سیمهییزو مسوولينو د دې پېښې اصلي لامل د ودانۍ غیرمعیاري جوړول ښوولي دي.
رسنۍ زیاتوي، د ژغورنې ټیمونه هڅه کوي چې د لادرکه کسانو د موندلو لپاره خپل عملیات چټک کړي.

