د ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې د اوسپنې پټلۍ مرستیال، مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او مل پلاوي د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د رېل پټلۍ نړیوال کنفرانس او نندارتون کې ګډون کړی دی.
د یاد وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په اېکسپاڼه لیکلي چې هلته په پرانیستل شوي نندارتون کې د ريل پټلۍ اړوند وروستۍ پروژې او نوي ټیکنالوژۍ نندارې ته وړاندې شوې، او یوه غرفه پکې د افغانستان د ریل پټلۍ لپاره ځانګړې شوې وه.
سرچینې لیکلي چې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال په ابوظبۍ کې د سيمهييزو هېوادونو (متحده عربي اماراتو، ترکمنستان او اوزبيکستان) د ریل پټلۍ له مسوولینو او تخنيکي ټيمونو سره دوهاړخيزې او درېاړخيزې ناستې هم کړې دي.
د ټولګټو وزارت ویاند همداراز لیکلي چې ياد نړيوال کنفرانس او نندارتون د روان میلادي کال د سپتمبر له ۳۰مې د اکتوبر تر ۲مې نېټې پورې جوړ شوی و چې پکې له ۱۰۰ د زیاتو هېوادونو مسوولینو او همدارنګه د ریل پټلۍ اړوند ۲۰۰ نړيوالو شرکتونو ګډون کړی و.
د ویلو ده چې په دې کنفرانس کې د افغانستان د ریل پټلۍ د پروژو جوړولو لپاره د پانګونې په اړه بحثونه او نظرونه تبادله شوي دي.

